د پروان کثیرالرشتوي انستیتوت د اداري او مالي مرستیال له لوري وڅېړل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۹:۷
tveta

ښاغلي فضل الرحمن فاضل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال پروان ولایت ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انستیتوت وضعیت وڅېړه.

نوموړی په خپل سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو پلاوی له ځان سره لري.

ښاغلي د زده کړې مرکز د زده کړې له ورکشاپونو، لابراتوار، کتابتون، او دیپو څخه لیدنه وکړه، ښاغلي فاضل صاحب د چارو د سمون په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

هغوی پلان لري چې د دغه سفر په اوږدو کې نورو ولایتونو ته لکه کاپیسا او ننګرهار ته هم سفر وکړي. د دغه سفرونو موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو اړتیاو ته رسیدګي کول بلل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS