د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې برخې له نږدې ولیدې او د جوړولو تخنیکي جزئیاتو سره بلد شول. لارښود استاد هغوی ته د منار، اودس‌ځای او ګنبد د جوړښت او ساختماني پړاوونو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.

زده‌کوونکي د ودانیو د جوړولو پر مهال له عملي زده‌کړو ډېر خوښ دي او د دغو عملي روزنو د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه کوي.

لکه څنګه چې عملي زده‌کړې زده‌کوونکي د کار بازار ته د داخلېدو لپاره ښه چمتو کوي، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه هم د دې زده‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS