د ننگرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او امیر علی شیر نوايي پوهنتون ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۴
TVETA

د ننگرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي محمد طاهر جلالي په یاد ولایت کې د امیر علي شیر نوایی پوهنتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د یاد تفاهم‌لیک پر بنسټ به د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په ځانګړي تخفیف سره د زده‌کړو د دوام په موخه د ننګرهار ولایت په امیر علي شیر نوايي پوهنتون کې شامل شي.

همداراز په یاد تفاهم‌لیک کې راغلي چې امیر علی شیر نوايي پوهنتون او د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت به د دواړو ښوونیزو بنسټونو د کارکوونکو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې ګډ پروګرامونه په لاره واچوي.

له بلې خوا د محصلینو لپاره د پرکتیکو دورو جوړول او د دواړو ښوونیزو مؤسسو له کتابتون او کمپیوټرلب څخه د نوموړو ګټه اخیستنه هم د دې تفاهم لیک له موادو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS