د ننګرهار د تخنيکي آمریت لخوا مهاجرینو ته مرستې ووېشل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۵:۰
توزیع کمک

د ننګرهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري له پاکستان څخه راستانه شويو کډوالو ته د مرستو بستې ووېشل شوې.

دغه مرستې د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت دښوونکو او کارکوونکو له شخصي لګښت څخه ورکړل شوې دي .

په مرسته شویو توکو کې خوراکي توکي لکه بوره، چای او مکرونی شامل دي چې پر ۷۶ کورنیو وویشل شول.

تر دې مخکې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د دغې ادارې په چارو کې د مسلکي کسانو د ګمارلو لپاره چمتووالي اعلان کړى و.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو په يوه عامه غونډه کې هوکړه وکړه چې د خپل يوې ورځې معاش مهاجرینو ته ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS