د میدان وردګو ولایت چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۵:۴۰
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برق څانګې زده کوونکو ته د یادې ولسوالۍ د بريښنا تولیدي فابريکې ته د علمي سفر په ترڅ کې د بريښنا په اړه په عملي بڼه رونه ورکړل شوه.

لارښود استاد او د یادې فابریکې مسؤلینو د درس په ترڅ کې زده کوونکو ته د برېښنا فابریکې د ظرفیت او د برېښنا د تولید د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره معلومات ورکړل

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته د کار بازار کې په مستقیم ډول جذب شي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS