د میدان وردګو ولایت په چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د موټرسایکل ترمیم لنډمهاله حرفوي پروګرام پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۱۲

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د موټرسایکل ترمیم برخې لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو.

د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو او د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکو هم ګډون درلود.

ټاکل شوې ده چې په دې روزنیز پروګرام کې به یو شمیر زده کونکي د یوې لنډ مهاله روزنیزې دورې په ترڅ کې د موټرسایکلونو ترمیم د څرنګوالي په اړه نظري او عملي روزنه ترلاسه کړي.

لنډمهاله روزنیز حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه دي. تر اوسه پورې، له دې پروګرام څخه سلګونه کسانو فراغتونه ترلاسه کړي او د کار بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS