د میدان وردګو ولایت د سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د سید آباد سب اسټیشن څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۲۳

علمي سفرونه د نظري زده کړو او کاري چاپیریال ترمنځ د واقعیتونو نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.

په همدې اساس، د میدان وردګو ولایت د سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ د برق سب اسټیشن ته د یو علمی سفر په ترڅ کې د سب اسټیشن تجهیزاتو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته په سب اسټیشن کې د کاري چارو او لوړ ولتاژونو په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS