د میدان وردک د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنېز پروګرام د تخنیکي زده کړو په مرکزونو کې پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۴۸
TVETA

د میدان وردګو ولایت د سیمه ییزو چارواکو، علماوو او یو شمېر مشرانو په ګډون د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شو.

د دغه پروګرام د افتتاحیې په مراسمو کې ویناوالو د مجاهدینو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د رهبرۍ له هلو ځلو  څخه ستاینه  وکړه.

 نوموړو وویل چې د مجاهدینو  روزنیز پروګرام یو له هغو استثنايي فرصتونو څخه دی چې دوی ته یې په ټول هیواد کې د زده کړو د دوام زمینه برابره کړې ده.

د مجاهدینو د روزنیز طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوی؛ مجاهدین کولای شي د تعلیمي سویې د معلومیدو وروسته په ټول هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو  کې شامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS