د لوگر ولایت د کانونو انسټیټوټ محصلینو ته د جیولوجیکي مناطقو په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
د لوگر ولایت کانونو انسټيټوټ د جیولوژي او کانونو څانګې محصلینو ته په یاد ولایت کې د بشیر لودین شرکت ته د علمي سفر په ترڅ کې د جیولوژیکي مناطقو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې، محصلینو ته د ماشینرۍ، جیولوجیکي ساحاتو او د کانونو ترانسپورتي وسایلو په اړه هم مفصل توضیحات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
