د لغمان ولایت اړوند قرغيو کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کونکو ته د خاورې په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۵:۵

د لغمان ولایت اړوند د قرغيو کثیرالرشتوي انسټیټوټ لسم ټولګي زده کونکو ته د "تخمونو د کرلو لپاره د زراعتي ځمکو چمتو کولو" په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د کښت لپاره د زراعتي ځمکو چمتوالي او کیمیاوي ادویه‌جاتو د استعمال په اړه مفصل توضیحات ورکړل، او د هغوی پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي تر څو هغوی د خپل د پوهاوي کچه لوړه او د کار بازار ته د جذب کېدو وړتیا تر لاسه کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS