د فاریاب ولایت اړوند المار کثیرالرشتوي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۱۵
TVETA

د فارياب ولايت اړوند المار کثيرالرشتوي ليسې د کرنې څانګې زده‌کوونکو ته د لابراتواري تجهيزاتو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده‌کوونکو ته د لابراتواري تجهیزاتو او لابراتواري وسایلو کارولو د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې دېری زده کړې عملي دي، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جزبېږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

BACK TO NEWS