د فارياب مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ تدريسي او اداري چارې وڅارل شوي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۰:۲۱
فاریاب

دفارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي له ښوونيزو مرکزونو څخه د ليدنو او څارنې په ترڅ کې د یاد ولايت په مرکز کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت بررسی کړ.

نوموړي پلاوي د اداري او تدریسي اسنادو د ارزونې پر مهال د زده کړیالانو ستونزې او د استادانو د تدریسي بهیر څخه هم څارنه وکړه.

څارنې پلاوي د درسي پلانونو د پلې کیدو په برخه کې د امکان تر حده د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

استادانو هم د تدریسي بهیر د ښه والي په موخه د ښوونیز څارنې او راپور ورکولو د مسلکي غړو د څارنې بهیر او لارښوونې ګټورې وبللې او ژمنه یې وکړه، چې د ښوونیزو خدمتونو په وړاندې کولو کې به له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS