د سرپل ولایت د زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره د تخنیکي او مسلکي چارو د معاون خبرې اترې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۴:۵۵
tveta

ښاغلی مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، سرپل ولایت ته د خپل سفر په پای کې، د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

نوموړي په دغه ناسته کې له کارکوونکو څخه وغوښتل چې هېواد او خلکو ته د خدمت کولو لپاره باید په خپل ټول توان سره هلې ځلې وکړي.

له بل لوري ښاغلي مولوي احساس ټینګار وکړ چې دندې باید د عبادت په نیت ترسره شي او کارکوونکي باید مسؤلیت قبول کړي.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، په هېواد کې کرنې ته په اشارې سره وویل، باید کوښښ وشي چې له عصري او مدرن کرنې څخه ډېره ګټه واخیستل شي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې دعملي زده کړو په پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړي په دغه ولایت کې د مجاهدینو د جذب او روزنې په هکله هم خبرې وکړې، او زیاته یې کړه « مجاهدینو ته باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د جوړې شوې طرحې پر بنسټ روزنه ورکړل شي».

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د مجاهدینو له لوري په حاضرۍ او درسونو کې د برخې اخیستلو په هکله هم ټینګار وکړ.

ددغه ناستې په پای کې د چارو د ښه ترسره کولو په موخه د سرپل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو کارکونکو ته پریزنتیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS