د ساختمان په اړه د جوزجان تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د جوزجان ولایت د تخنيکي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلينو ته په عملي ډول د ساختمان په اړه زده کړه ورکړل شوه.
همدارنګه د درس په جریان کې، لارښود استاد د ساختمان، د ساختمان د قالب بندۍ د څرنګوالي او د ساختمان لپاره د اړتیا وړ موادو په اړه زده کونکو ته توضیحات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.