د زراعت او خوراکي توکو د پروسس انسټيټوټ له لوري دوه علمي–عملي پروګرامونه په بریالي توګه ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۴:۲۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړوند د زراعت او خوراکي توکو د پروسس انسټيټوټ، دوه اړین او ارزښتناک علمي–عملي پروګرامونه د لارښود استاد تر مستقیم نظارت لاندې او د محصلینو په فعاله ګډون سره ترسره کړل.

لومړی پروګرام د انستیتوت په فارم کې د بادرنګو کرل او د پالنې څرنګوالی و، چې محصلینو ته پکې د تخصصي لارښوونو له مخې، د ځمکې چمتووالی، تخم شیندنه او د بادرنګو د لومړنیو پاملرنو پروسه په عملي بڼه وښودل شوه.

په دویم پروګرام کې، محصلینو د خوراکي توکو د پروسس په مجهزه خونه کې، د  مربوطه استاد تر نظارت لاندې د چپسو د تولید بهیر له پیل څخه تر پایه په عملي ډول اجرا کړ. د دې فعالیت موخه د محصلینو د تخنیکي پوهې لوړول او د زراعتي محصولاتو د اقتصادي ارزښت درک کول ویل شوي دي.

د یادونې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې حرفوي زده‌کړې عملي کړي او د کار بازار لپاره چمتو، متخصص او ماهر کاري ځواک وروزي. دا ډول فعالیتونه ددې ادارې په اړونده مرکزونو کې د یادې کړنې د تطبیق یوه روښانه بیلګه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

BACK TO NEWS