د رستاق کرنې مسلکي انسټیټوټ کې د میوو پروسس

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۰:۳۱
TVETA

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ د کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو ته د میوه جاتو د «مربا» جوړولو په اړه په عملي بنه روزنه ورکړل شوه.

د کرنې سوداګرۍ څانګې استاد په یادې درسي جلسه کې محصلینو ته د میوو د تهیې او پروسس کولو د څرنګوالي په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي وويل، د ميوو پروسس د ميوو خرابوالي د مخنيوي او په هېواد کې د کروندګرو (دهاقینو) د عايد د زياتوالي لپاره ډېر مهم او اړين دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د یادو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار کې په دندو ګمارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS