د خوست ولایت په میخانیکي انسټیټوټ کې د استاد شاګردۍ پروګرام د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۱:۱۰

د روزنیزو دورو په ترڅ کې د عملي روزنو زده کړه له زده کوونکو سره د کار رغونې او د کار په بازار کې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د دې روزنو اهمیت ته په پام سره، د خوست ولایت اړوند میخانیکي انسټیټوټ د استاد شاګردۍ پروګرام لسم ټولګي زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو ورکشاپ ته ولاړل او د برق په اړه یې په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو د عملي زده کړو په جریان کې د عملي کارونو په ترسره کولو سره خپله پوهه زیاته کړه او خپلې پوښتنې او سوالونه یې هم له لارښود استاد سره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده چې استاد شاګردۍ پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو او کاربردي پروګرامونو څخه دی، چې ټول دروسونه یې په عملي او نظري بڼه د منظم مهال ویش پر مټ وړاندې کیږي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS