د خاکجبار او بګرامیو ولسوالیو د انسټیټونو وضعیت وڅېړل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۳:۴۶
انستیتوت‌های ولسوالی‌های خاک‌جبار و بگرامی

د کابل ولسوالیو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څارنې په دوام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یوه پلاوي په مشرۍ د خاکجبار او بګرامیو ولسوالیو له کثیرالرشتوي انسټیټونو څخه لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د ذکر شویو انسټیټونو عمومي وضعيت وڅيړه او مسوولينو ته يې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي.

تر اوسه د کابل په څو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څو مرکزونو وضعیت څېړل شوی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په نورو ولسوالیو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅېړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS