د حشره وژونکو موادو په برخه کې د سرپل کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۱۵
TVETA

د سرپل ولایت اړوند کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د یاد ولایت په مرکز او د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «حشره کشونو د ډولونو» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د استاد له لوري د «حشره کشونو د ډولونو، کیمیاوي کوډونو او د حیواني درملو د قیمتونو» په اړه په عملي ډول زده کړه ترلاسه کړه او د موضوع په اړه یې خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل.

دغه راز په دوام کې لارښود استاد د حشره وژونکو موادو په برخه کې د محصلینو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فراغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS