د حرفوي برنامو د سمون ریاست خپل کاري راپور وړاندې کړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۳:۱۸
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئيس خپل يو کلن کاري راپور د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو معاونیت ته وړاندې کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو دسمون رياست مسؤلينو په يوه غونډه کې د دغې ادارې تخنيکي او مسلکي مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس ته د دغه رياست د يو کال لاسته راوړنو او فعاليتونو راپور وړاندې کړ.

په ورته وخت کې دوی خپلې ځینې ستونزې او اړتیاوې له ښاغلي مولوي غلام سعید احساس سره هم شریکې کړې.

ښاغلي مولوي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د سمون ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه او په هېواد کې یې د حرفوي برنامو د پراختیا په اړه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS