د جوزجان ولایت تخنیکي انسټیټوټ زده کوونکو ته د بریښنا په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۹:۴
TVETA

د جوزجان ولایت تخنیکي انسټيټوټ د الکتروتخنیک څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د برښنا د سیم کشۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه، د درس په دوام کې، نوموړو د استاد لخوا د بریښنا د سیم کشۍ او د برښنایي سویچونو نصب کولو د څرنګوالي په اړه نظري او عملي روزنه ترلاسه کړه.

دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته په دې برخه کې ځوابونه هم وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت څخه وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

برېښنا په نننۍ نړۍ کې د انسانانو یو له خورا مهمو او اساسي اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. د بریښنا، د تولید، لیږد او مصرف کولو طریقې په ټوله نړۍ کې د افرادو او صنعتونو د مختلفو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کارول کیږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS