د جنوب-جنوب-شمال دوه ورځني سمپوزیم د پایلو په اړه د معلومات وړاندې کولو پروګرام ترسره شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۲:۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او همدارنګه په افغانستان کې د ناروې کميټې مشر ترايا واټر دال د حکومت د رسنیو په مرکز کې، د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د جنوب-جنوب-شمال دوه ورځني سمپوزيم د پايلو په اړه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په دې مراسمو کې وويل چې ددغه سمپوزيم د جوړولو څخه موخه د معلوليت لرونکو وګړو په وړاندې د تبعيض، انزوا او منفي برچسپونو ختمول دي.

په ورته وخت کې د ترایا واټر دال چې نن یې په یوه مطبوعاتی کنفرانس کې یې د تخنیکي او مسلکي چارو له مرستیال سره خبرې کولې وویل چې د دغه دوه ورځني سمپوزیم په ترڅ کې هڅه شوې چې علمی ټولنه، د ښوونې او روزنې طرحه جوړونکي، دولتي او غیر دولتي سازمانونه او نړیوال بنسټونه د ننګونو پیژندلو او د عملي راه کارونو د وړاندې کولو په موخه سره یوځای شوي دي.

تر دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ناروې کمیټې او یو شمیر نورو بنسټونو په همکارۍ سره دوه ورځنی سمپوزیم جوړ کړ چې په ترڅ کې یې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ښو زده کړو او خدماتو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې د یادې ادارې د ځانګړو زده کړو مرکزونو ته په ټول هېواد کې پراختیا ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

BACK TO NEWS