د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښوونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ
د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د صنعتي بريښنا څانګې محصلینو د یاد تخنیکي مرکز په د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د درسي په ترڅ کې د اجسامو د قطر اندازه کولو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
محصلینو د لارښود استاد تر نظارت لاندې په ورکشاپ کې د کمپاس متر په کارولو سره د اجسامو د قطر د اندازه کولو طریقه په عیني ډول وکتله او د دې درس له ښوونیزو موادو څخه په عملي شکل برخمن شول.
دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د اجسامو داخلي او خارجي قطر په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.
