د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه نږدې سل تنه فارغ شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۵:۲۰
TVETA

د لنډ مهاله حرفوي روزنیزو پروګرامونو هغه دوره چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په احمدشاه بابا کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې په لاره اچول شوې وه پای ته ورسیده.

په دغه روزنیز پروګرام کې شاوخوا ۱۰۰ تنو ته د ګرځنده تیلیفونونو د ترمیم، خیاطۍ او فلزکارۍ په برخه کې په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

په همدې حال کې د دغه ښوونیز پروګرام فارغانو د دغه پروګرام د ترسره کولو له امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې اوس کولای شي په هغو برخو کې کار وکړي چې دوی په کې روزل شوي دي.

نوموړي د محصلینو په زده کړه کې د عملي زده کړو رول مهم بولي او له مسوولینو یې وغوښتل ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پياوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.

د يادونې وړ ده، چې حرفوي پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې تر دې مهاله په سلګونو کسان له يادو پروګرامونو فارغ او په بازار کې په دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۹
Background image

د مالي او اداري چارو مرستیال له لوري د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څارنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، د یادې ادارې د یوه پلاوي په ملتیا ختیځو ولایتونو ته سفر کړی دی. نوموړي د مشرقي ولایتونو د تخنیکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د جوزجان ولایت له والي سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کې د جوزجان ولایت له والي مولوي ګل حیدر شفق سره ولیدل. په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د جوزجان ولایت له تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ یوه پلاوي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو له وضعیت. . .

BACK TO NEWS