د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د جوزجان ولایت له تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲۲

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ یوه پلاوي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو له وضعیت څخه لیدنه او څېړنه وکړه.

په ورته وخت کې، دوی ددغه ولایت د مرکز له مدیریت او محاسبې انسټیټیوټ، کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ، د آقچې ولسوالۍ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو خصوصي انسټیټیوټ او د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت څخه لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د تعلیمي مرکزونو ستونزې او ننګونې له نږدې وڅېړلې او ژمنه یې وکړه چې دغو ستونزو په حل کې به پوره همکاري او هڅه کوي.

همدارنګه دغه پلاوي د مرکز له مسؤلينو څخه وغوښتل چې زده کونکو ته د عملي زده‌کړو په چمتو کولو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد پلاوي دمخه په جوزجان ولایت کې د یو شمیر نورو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه هم لیدنه کړې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

BACK TO NEWS