د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پای ته ورسیده

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۵:۲۵
ٌWorkshop for teachers

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ۷۵ تنو استادانو لپاره د تدریس اصول او پیداګوژي په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسیده.

دغه ورکشاپ په کابل کې د اکمال تخصص په انسټیټوټ کې جوړ شوی و چې د ۱۷ ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو په کې برخه اخیستې وه.

د دغه برنامې د پای په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او د دغې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي نجم الدین حقاني حضور درلود.

په دغه مراسمو کې ښاغلي احساس د ښوونکو د مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ښوونکي د پیغمبرانو رسالت مسؤلیت پر غاړه لري.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستیال له استادانو څخه وغوښتل چې د زده کوونکو د اسلامي روحيې د پياوړتيا لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي احساس ژمنه وکړه چې په بهر کې به د استادانو لپاره د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې هڅه وکړي او په دې برخه کې به له لوړو زده کړو وزارت سره همغږي وکړي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل، چې د استادانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې به د مؤسسو د همکارۍ د جلبولو لپاره هڅې وکړي.

د دغه ورکشاپ د پای په مراسمو کې د دعوت او ارشاد رئیس مفتي نجم الدین حقاني هم وینا وکړه او د استاد د مقام په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې په تقوا، عبادت او د لمانځه پر اهمیت هم خبرې وکړې.

مراسم د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د پنځه لنډ مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د «کابل عزیز» ښوونیز مرکز سره په همکارۍ، د ۵ لند مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین کړ. په یادو څانګو کې روبوټیک او آرډوینو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي روزنو په چهارچوب کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د اسټبلایزر په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولايت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د اسټبلایزر په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه. . .

BACK TO NEWS