د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د کندهار ولایت د مرکز اړوند میخانیکي انسټيټوټ څخه څارنه وشوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۶:۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ د یادې ادارې يوه پلاوي د کندهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ليدني په ترڅ کې د یاد ولایت د مرکز اړوند ميخانيکي انسټيټوټ له وضعیت څخه څارنه وکړه.

یاد پلاوي د دغه ښوونیز مرکز له ټولو اسنادو او اداري چارو څخه څارنه وکړه او همدارنګه د دغه مرکز مسؤولینو او کارکوونکو ته یې د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې هدایات هم  وړاندې کړل.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد  او دعوت رئیس د دغه انستیتوت له کارکوونکو او محصلینو سره وکتل او له هغوی څخه یې وغوښتل ترڅو خپل سیرت او صورت د اسلام د ستر پیغمبر د سیرت مطابق اعیار کړي.

د يادونې وړ ده، چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د سوداګرۍ لېسې او د ژری ولسوالۍ اړوند کثيرالرشتوي انسټيټوټ څخه هم ليدنه کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS