د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د تخار له مرستیال والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۶:۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تخار ولایت له مرستیال والي ښآغلي مولوي خان محمد حقاني سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخار ولایت امنیه قوماندان او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

ښاغلي مفتي فاضل او د تخار ولایت مرستیال والي په دې لیدنه کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو اړوند په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د تخار ولایت مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د هواري په برخه کې به د یاد ولایت د تخنیکی و مسلکي زده کړو آمریت له مسولینو سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

BACK TO NEWS