د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۵:۵۶
جلسه معاونیت مالی و اداری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د ادارې یو شمېر رئیسانو او آمرینو هم ګډون کړی و، ښاغلي فاضل د تېرو مالي او اداري غونډو په ځینو مسایلو او پرېکړو خبرې وکړې.

دغه راز د اجنډا له مخې د ۱۴۰۲ مالي کال د تدارکاتي پلان، د  (NTA) بستونو پر سهمیې، باالمقطع کارکوونکو، اضافه کاری، د تیر کال وجه سردستی اسنادو او د تخینکي او مسلکي زده کړو ادارې د تصاحب او  غصب شویو ملکیتونو په اړه بحث وشو.

همدارنګه د دعوت او ارشاد رئیس د لیلیو ملا امامانو برنامې په اړه خبرې وکړې.

د غونډې برخه والو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS