د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د لومړي مقام ګټل!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۴:۶

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره په همغږي سره د "الماهر بالقرآن" په نوم د تلاوت سیالۍ ترسره کړه.

په یاد پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو څخه لس تنه غوره حافظانو برخه اخیستې وه او سیالي یې وکړه.

د یادونې وړ ده چې په دې مراسمو کې د انرژۍ او اوبو وزیر محترم عبداللطیف منصور او د ازموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په ګډون یو شمیر مقاماتو او د کابینې وزیرانو هم حضور درلود.

نوموړو د پروګرام په پرانیسته کې ویناوې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پروګرامونه د نیکمرغۍ او برکت سرچینه ده او باید د دغه پروګرامونو لمن لا نوره هم وغځول شي.

د "الماهر بالقرآن" سیالۍ په دویمه برخه کې، ګډونوالو د الهي کلام آیتونه په خوږه آوازونو تلاوت کړل، چې د هیواد د با تجربه استادانو او داورانو لخوا یې داوري او قضاوت وشو.

د دې سیالۍ د استادانو او داورانو د پریکړې پر بنسټ، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه قاري احمد خالد لومړی مقام خپل کړ او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت څخه قاري نوید احمد او قاري عبدالمطلب دوهم او دریم مقام او د پوهنې وزارت څخه محمد اسماعیل څلورم مقام ترلاسه کړ.

په پای کې، د پروګرام ګډونکوونکو حافظانو ته ډالۍ او نغدي جوایز هم ورکړل شول، او مراسم د برکت دعایې په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS