د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل ۱۳ ناحیې له مشرانو سره وکتل او خبرې اترې يې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د کابل ښار ۱۳ ناحیې له یو شمېر مخورو او مشرانو سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

په دغې غونډه کې د ۱۳ مې ناحیې کثیرالرشتوي انسټیټوټ مسئولینو هم حضور درلود.

د دغې لیدنې په پیل کې محمد ظاهر د ۱۳ مې ناحیې د مشرانو په استازیتوب خبرې وکړې. نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه ستاينه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې وروستي نندارتون له تخنیکي او مسلکي زده کړو سره د خلکو لېوالتيا زياته کړې ده.

ښاغلي محمد ظاهر زیاته کړه، تخنیکي او مسلکي زده کړې د ټولنې د ودې او پرمختګ لامل ګرځي. له همدې امله د کابل ښار ۱۳ مې ناحیې خلک له تخنیکي او مسلکي زده کړو سره ډېره لېوالتیا لري.

نوموړي دغه راز د کابل ښار په ١٣مه ناحيه کې د کثيرالرشتوي انسټیټوټ د ځينو ستونزو د حل غوښتنه وکړه او په کابل ښار کې يې مناسب ځاى ته د دغه ښوونيز مرکز د انتقال غوښتنه هم وکړه.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته د کابل ښار ۱۳ مې ناحیې مشرانو د راتګ هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې هڅه کوي د دوی ستونزې هوارې کړي.

همدا اوس د کابل ښار ۱۳مې ناحیې په کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې سلګونه محصلین په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکنانو چارو ریاست د دې ادارې ۱۱ تنه د مرکزي هستې کارمندان په یوه اوونیز روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره د ملکي خدماتو انسټیټوټ ته معرفي کړل. دا روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

BACK TO NEWS