د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هرات ولایت له روښان زړو لېسې څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۳:۱۶
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، په هرات ولایت کې د خپلو لیدنو په اوږدو کې د دغه ولایت د روښان زړو لېسې څخه لیدنه وکړه.

نوموړو ددغه زده  کړې مرکز وضعیت له نږدې وڅېړه او د چارو د ښه سمون په موخه یې مسؤلینو ته اړینې مشورې ورکړې.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې د پلاوي له لوري، کتابتون، کمپیوتر لب، د درسي صنفونو وسایل و څېړل شول.

همدا اوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوی د ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت به مشرۍ په هرات ولایت کې دي، په پام کې ده چې نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

ولایتونو ته د هغوی د سفر موخه د تخنیکي او مسلکی زده کړو مرکزونو ستونزو ته د حل لارې پیدا کولو څرنګوالی ښودل شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS