د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د انرژۍ، اوبو او برښنا وزارت له سلاکار سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۱:۵۳
سرپرست اداره با مشاور وزارت انرژی، آب و برق

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د انرژۍ، اوبو او برښنا وزارت له سلاکار ډاکټر فاروق اعظم سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

 په دې کتنه کې دواړو لورو په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

ډاکټر فاروق اعظم تخنيکي او مسلکي زده کړې د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره مهمې وبللې.

د انرژۍ، اوبو او برښنا وزارت سلاکار هم په هېواد کې د زندانیانو او معلولینو لپاره حرفوي او مسلکي زده کړې مهمې وبللې.

 په دې کتنه کې ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د مثبتو بدلونونو یادونه وکړه. هغه د کار د بازار د تحلیل پر بنسټ د کرنې ښوونیز نصاب معیاري کول د دې ادارې له لاسته راوړنو څخه وبلل.

ښاغلي شهامت همدا راز زیاته کړه، هڅه کوو چې په دغه اداره کې د کیفیت په برخه کې لا زیات کار وکړو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره تخنيکي او مسلکي زده کړې مهمې وبللې.

دوی د کار بازار له مخې د بشري سرچینو پر روزلو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS