د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه جوړه شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۶:۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ غونډه د ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترمو معاونینو هم حضور درلود.

د دې مجلس په پيل کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ، د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د دې غونډې په دوام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د داخلي لوایحو او طرزالعمل د طی مراحل کیدو پر څرنګوالي  خبرې وشوې او د غونډې ګډون کوونکو په دې برخه کې خپل نظرونه شريک کړل.

دغه راز په دې غونډه کې له اجنډا سره سم د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د معتمدینو د ګمارلو په اړه هم پریکړه وشوه.

همدارنګه په دې ناسته کې په نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS