د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۳۷

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکادمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پر پرېکړو بحث وشو او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

دغه راز په دې غونډه کې د نویو فکرونو لپاره د کار آفرینۍ او نوښتونو د طرحې رهنمود په اړه هم بحث وشو او ګډونوالو په دې برخه کې خپل لیدلوري شریک کړل.

له بلې خوا د اکادمیک بورډ په نننۍ غونډه کې د آجندا سره سم، د استادانو لپاره درسي د مکلفیتونو تنظیمولو او د لیلیې او بدل اعاشې د بازنګري شوې لایحې په برخه کې خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظرونه سره شریک کړل.

د یادې غونډې په دوام کې، ښاغلي مولوي احساس خپلې هر اړخیزې پریکړې او لارښوونې مربوطه څانګو ته وړاندې کړې او له نوموړو څخه یې وغوښتل چې پر یادو برخو کې اصولي اجراات ترسره کړي.

د اکادمیک بورډ په غونډه کې پر یو شمېر اړوندو نورو تخنیکي او مسلکي مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS