د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اجرائیه مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، په یادې اداره کې د کاري چارو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښار د تخنیکي زده کړو مرکزونو تدریسي مأمورینو او د مرکزي هستې اجرایوي مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ.

په دې ښوونیز پروګرام کې ۳۵ تنه ګډون لري چې نوموړو ته به د دوو ورځو لپاره د پلان جوړونې او راپور ورکولو د اساساتو په اړه روزنه ورکړل شي.

ګډونوالو د دې پروګرام د ترسره کیدو څخه د هرکلی ترڅنګ ټینګار وکړ چې دا ډول ښوونیز پروګرامونه به د هغوی د کاري وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي او په اداري چارو کې به د اسانتیا د رامینځته کولو سبب وګرځي.

د کارکوونکو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د کارمندانو د ظرفیت او پوهاوي کچه لوړول او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ورځني کاري چارو په برخه کې د اسانتیا برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي چې ددې ادارېد  کارمندانو د مهارتونو د پراختیا لپاره په راتلونکي کې په دوامداره توګه ورته پروګرامونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS