د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۴:۴۲
 اصلاحی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  اوونیزه اصلاحې غونډه د دغه  ادارې د حرفوي برنامو د سمون رئیس مولوي عبدالودود هوتک د وینا او کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

نوموړي په خپلو خبروکې د شکر ادا کوونې او د هغه پر اهمیت یې خبرې وکړې.

ښاغلي هوتک وویل چې الله (ج) فرمایلي دي چې نعمتونه په شکر کولو سره زیاتیږي او په نعمتونو کفر د عذاب سبب کیږي.

هغه زياته کړه، د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د احاديثو له مخې هر مسلمان بايد په دنياوي چارو کې ځان له هغه څخه پورته خلکو سره پرتله نه کړي.

ښاغلي هوتک وویل: "موږ باید له ځانه کښته خلکو ته وګورو او د هغه څه لپاره شکر ادا کړو چې موږ یې لرو، نو په هغه وخت کې بیا د آرامتیا احساس کوو."

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  د حرفوي برنامو د سمون رئيس زياته کړه، چې په ديني مسايلو کې بايد "له ځانه پورته خلکو ته وګورو او هڅه وکړو چې هغه ځای ته ځان ورسوو."

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS