د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري سرپرست: د هوټل دارۍ په برخه کې مسلکي ځواک ته اړتیا ده

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۱۵:۸
هوتلداری

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د مالیې وزارت د دولتي هوټلونو شرکت له مسوولینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د مالیې وزارت د هوټلونو دولتي شرکت عملیاتي مرستیال نصرت الله رحیمي د دغه شرکت د مخینې  او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې په هېواد کې د هوټل دارۍ صنعت د مسلکي ځواک له کمښت سره مخ دی.

نوموړي زياته کړه، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د حرفوي ځواک د روزنې دنده پر غاړه لري، نو اړينه ده چې د هوټل دارۍ په برخه کې هم ځواک وروزي.

د دولتي هوټلونو شرکت عملیاتي مرستیال وړاندیز وکړ چې د هوټل دارۍ  په برخه کې دې یو انسټیټوټ ایجاد شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د دغه وړاندیز هرکلى وکړ او ويې ويل، چې د هوټل دارۍ په برخه کې مسلکي ځواک اړین دی.

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ چې د هوټلونو په ګډون ټول کسب او کار باید په هېواد کې معیاري شي. د هغه په وينا، د هوټل دارۍ د صنعت له معياري کېدو سره به د ګرځندوى برخه هم وده وکړي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، د بشري سرچینو له پلوه د کار بازار د اړتياوو پوره کول د دغه ادارې له موخو څخه دي.

په دغه ناسته کې هوکړه وشوه، چې د هوټل دارۍ په برخه کې به د انسټیټوټ د جوړولو موضوع وڅېړل شي.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل ته دنده وسپارله چې د هوټل دارۍ  په برخه د انسټیټوټ د جوړولو په اړه له دغه ادارې سره د همکارو موسسو سره خبرې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS