د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د ناشنوایانو لپاره د درسي کتابونو تألیف پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۹:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تعلیمي نصاب ریاست د ناشنوایانو لپاره د درسي کتابونو د لیکلو او تالیف بهیر د پیل خبر ورکوي.

د تعلیمي نصاب ریاست د مسوولینو په وینا، په دغه کتابونو کې د آمادګۍ دورې کتابونه شامل دي چې د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې د شاملو زده کوونکو لپاره تألیف شوي دي.

د اوریدلو معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو د لیکلو په افتتاحیه پروګرام کې استادانو او د چارو کارپوهانو خپل نظریات او لیدلوري وړاندې کړل.

نوموړو ټینګار وکړ چې تعلیمي نصاب د زده کوونکو د زده کړې د څرنګوالي لپاره خورا مهم دی او باید د یاد نصاب د چمتو کولو او تالیف په برخه کې ډيره پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ځانګړو مرکزونو کې لسګونه د اوریدلو معلوليت لرونکي کسان په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS