د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د خوست له مرستيال والي سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۱۲:۳
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د خوست له مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت سره وکتل.

په دغې کتنه کې ښاغلي احساس لومړی د خوست د خلکو د مېلمه پالنې قدرداني وکړه او ويې ويل چې د یاد ولايت خلک دین دوسته او مجاهدپاله دي.

نوموړي د غونډې په دوام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر اهميت او په خوست کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي احساس د اسلامي امارت د مجاهدینو لپاره د زده کړو د زمینې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په دې برخه کې طرحه چمتو کړی ده.

د خوست مرستيال والي د مجاهدينو د روزنې په برخه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د طرحې هرکلى وکړ او له دغې ادارې سره يې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د خوست ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د څارنې او بررسي په موخه یاد ولايت ته سفر کړى ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS