د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې ناسته کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر برخو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

ښاغلي فایز وویل چې «داکار» مؤسسه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د حرفوي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه مؤسسه چمتو ده په دې برخه کې له تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره همکاري وکړي.

د غونډې په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې له لوري له دې ادارې سره د همکارۍ له لېوالتیا څخه مننه وکړه.

انجنیر نایل وویل چې په افغانستان کې د حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو پلي کول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي او له «داکار» مؤسسې سره یې د حرفوي زده‌کړو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او پرېکړه وشوه چې د همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د بېلابېلو حرفوي پروژو د پلي کېدو په موخه به ناستې او لیدنې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS