د بلخ ولایت اړوند سجادیه انسټیټوټ د استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو
د بلخ ولایت اړوند سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ په یاد ولایت کې د یونیسف دفتر په همکارۍ سره د دې ښوونیز مرکز استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار جوړ کړ.
په دې روزنیز سیمینار کې، د بلخ سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ استادانو لپاره د وګړو ترمنځ د ناروغیو د خپریدو او چاپیریال د ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه معلومات ورکړل شول.
د بلخ سجادیه تخنیکي انسټیټوټ د مسولینو په وینا، د دې ښوونیز پروګرام د ترسره کېدو موخه د زده کونکو لپاره د ښه زده کړې په برخه کې د پاک او خوندي چاپیریال رامینځته کول دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د یونیسف دفتر د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بیلابیلو تعلیمي او تحصیلی برخو کې دوه اړخیزه همکاري لري.
