د بلخ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو عملي زده کړو دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسیده

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۹:۴۷
بلخ

د بلخ د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د دوهم سمستر د څوارلسم ټولګي زده کړیالانو عملي زده کړو دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

 دوی د یو میاشتني عملي زده کړو په موخه ریاستونو، دولتي او خصوصي بانکونو او خصوصي شرکتونو ته معرفی شوي وو.

 د بلخ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یادو مؤسسو له همکارۍ مننه کوي.

یاد آمریت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د زده کړیالانو لپاره د عملي زده کړو د برابرولو په موخه له دولتي او خصوصي ادارو سره د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر 60% سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS