د برک مؤسسې د ننګرهار د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې پر زده کوونکو درسي مواد ووېشل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۰:۱۵
tveta

برک مؤسسې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست په همکارۍ د یاد ولایت د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې زده کوونکو سره د تدریسي موادو مرسته وکړه.

د دغه مؤسسې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، څه باندې دوه زره کتابچې چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې دغه ښوونیز مرکز ته وسپارل شوي.

په ورته وخت کې برک مؤسسې په ننګرهار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه هم وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره اوس مهال د هیواد په کچه د ځانګړو زده کړو ۱۶ روزنیز مرکزونه لري، چې ناشنوایان او نابینایان کسان پکې حرفوي زده کړې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS