د انرژی او اوبو انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو علمي سفر ترسره کړ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۵:۴۵
محصلین

د کابل د انرژی او اوبو انسټیټوټ د برق څانګې ۵۰ تنه زده کړیالان د نغلو، سروبی او ماهیپر برښنا بندونو ته په یوه علمی سفر ولیږل شول.

د دغه علمي سفر په ترڅ کې دوی د برښنا د تولید بندونو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه چې پکې توربینونه، جنراتورونه، ټرانسفارمرونه، سویچونه او د کنټرول خونه شامله وه او ځینې تجربې یې ترې زده کړې.

په دې عملي سفر کې د سټیشن استادانو او انجینرانو د انرژۍ او اوبو د انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالانو ته لارښوونې وکړې.

د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ زده کړیالان هر کال د افغانستان برښنا شرکت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې د هیواد برښنا بندونو ته استول کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS