د ادارې اوحسابداری انسټیټوټ

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۴ - ۷:۳۶
حسابداری

ادارې او حسابداری انسټيټوټ د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې موقعیت لري په ۱۳۳۶ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، او یو تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ دي. چې د محاسبې، بانکداری، اداره او منجمنټ، اداره او تجارت او اداره او اقتصاد په برخه کې له دیارلسم څخه تر څوارلسم ټولکي نارینه او ښځینه زده کوونکو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکوي.

لومړنې معلومات:

دغه انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري چې ۲۹ درسي ټولګي، برښنا، اوبه، شنه ساحه او ورزشي میدان هم لري.

جوړښت اړوند معلومات:

ادارې او حسابداری انسټيټوټ په ټوله کې ۱۲۹ کارکوونکي لري، چې ۱۰۳ استادان، ۷ ادارې کارکوونکي او ۱۹ خدماتي کارکوونکي دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ اته (۴) څانګې لري (محاسبه، بانکداری، اداره او منجمنټ او اداره او تجارت) او شاوخوا ۲۰۰۰ زده کړیالان په دې برخو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کمپیوټر لب:

د کابل ادارې او حسابداری انسټیټوټ مجهزکمپیوټر لب لري.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

په دې انسټيټوټ کې ۱۰۳ تنه استادان دی، چې له دې جملې ۵۷ تنه نارینه استادان او ۱۸ تنه ښځينه استادانې لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS