د « تدریس کیفیت» روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۵۶
tveta

د تدریس کیفیت روزنیز ورکشاپ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د نصاب او ښوونکي روزنې د ریاست له خوا په لاره اچول شوی و پای ته ورسېد.

په دغه پروګرام کې نوي ګمارل شوي استاذان او همدارنګه د نابینایانو برخې د ۱۴ ولایتونو د انسټیټوټونو استاذانو پکې ګډون کړی و، او ۶ ورځې یې د تدریس د کیفیت په هکله زده کړې ترلاسه کړې.

د دغه ۶ ورځني ورکشاپ د پای په مراسمو کې ښاغلي باورخان صافي د « تدریس کیفیت» په ورکشاپ کې د ګډون کوونکو استاذانو په نمایندګۍ وینا وکړه، او د دغه پروګرام له جوړوونکو یې مننه وکړه.

نوموړي د استاذانو د ظرفیت په لوړولو کې د دغه ډول پروګرامونو نقش مهم وباله.

همدارنګه ښاغلي انجینر احمد نبي نایل، د نصاب او ښوونکي روزنې ریاست رئیس، د ځوانانو په روزنه کې د استاذانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې په دغه پروګرام کې ګډون کوونکي استاذان باید خپلې زده کړې له نورو سره شریکې کړي.

همدارنګه، ښاغلي انجینر نایل د زده کوونکو د تدریس د څرنګوالي په هکله د « تدریس کیفیت» په ورکشاپ کې ګډون کوونکو استاذانو ته سپارښتنې وکړې، او د تصدیق پاڼو په ورکولو سره مراسم پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS