د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یادې ادارې یو شمېر رئیسانو او سلاکارانو هم ګډون درلود.
د ناستې په پيل کې د اکاډمیک بورډ، د تېرې ناستې پرېکړې وڅېړل شوې او اړونده څانګو د خپلو کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
همدارنګه په دې ناسته کې د ښوونیز نصاب ریاست د کریډیټ نظام د چارو د تنظیم طرزالعمل د مسودې په اړه توضیحات وړاندې کړل او ګډونوالو په دې برخه کې خپل نظرونه شریک کړل.
په دوام کې د اجنډا سره سم ، د تعلیمي څارنې او ارزونې ریاست مسؤلینو د شفاف تطبیقي راهکار او او د ازموینو د اعتبار لوړولو په اړه بحث وکړ.
په ورته وخت کې د محصلینو او متعلمینو چارو ریاست هم د ځانګړو زدهکړو مرکزونو د اجرایوي کړنلارو او د لیلیې او بدل اعاشې د کاري کړنلارو مسودو په برخه کې د خپلو اجراآتو څخه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس اړونده څانګو ته دنده وسپارله چې په یادو برخو کې په پور غور سره اجراآت ترسره کړي.
