په پکتيا کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکز څخه لسګونه محصلين فارغ شول

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه شاوخوا ۱۵۰ تنو زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دغه محصلين د کرنې، اقتصاد، وترنري، کمپيوټر ساينس، موټرو ترميم او برښنا په ګډون له بېلابېلو څانګو فارغ شول.
د پکتيا ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر قاري راز محمد حماس د پکتيا ولايت له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل چې د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو ته د کار زمينه برابره کړي.
په ورته وخت کې نوموړي زیاته کړه چې د مجاهدینو لپاره د جوړې شوې روزنیزې طرحې پر بنسټ؛ د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د جذب بهیر پیل شو.