د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
TVETA

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه.

د دې پروګرام موخه د کرنې وده، د نوښتونو دودول او زده‌کوونکو ته د عملي زده‌کړو د زمینې برابرول بلل شوې ده.

دغه نوښت د کرنیزو تجربو د پراختیا ترڅنګ زده‌کوونکو ته دا زمینه هم برابره کړه چې عملي مهارتونه او د عصري کرنې نوې لارې چارې زده کړي.

د مسئولینو په وینا، د دغې تجربې د مثبتو پایلو له مخې ټاکل شوې چې په راتلونکو کلونو کې د شین چای د کرکېلې ساحه لا پراخه شي.

کارپوهان وایي چې عصري کرنه د کرنې د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې ډول پروګرامونو پر لا پراختیا او ملاتړ ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ تل ټینګار کړی چې په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو کې دې تعلیمي نصاب د کار بازار له اړتیاوو سره سم برابر شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

تجربه مؤفق کشت و زرع چای سبز در لیسه کثیرالرشتوی علیشیر و تریزیو

مسئولان در آمریت تعلیمات تخنیکی و مسلکی ولایت خوست می‌گویند که برای نخستین‌بار کشت آزمایشی چای سبز در محوطه لیسه کثیرالرشتوی علیشیر و تریزیو این ولایت انجام شد. هدف از این برنامه رشد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

دیدار رئیس عمومی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی با هیأت بنیاد آقاخان

محترم الحاج مولوی غلام حیدر شهامت رئیس عمومی اداره تعلیمات تخنیکی و مسلکی، با هیأتی از بنیاد آقاخان در دفتر کارش دیدار و گفت‌وگو کرد. در این نشست احسان‌الله دیدار، رئیس بخش اقتصادی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

برگزاری سمینار ترتیب پلان درسی، تضمین کیفیت و اعتباردهی در لیسه کثیرالرشتوی ولسوالی فیروزنخچیر

سمینار سه‌روزه آموزشی تحت عنوان «ترتیب پلان درسی، تضمین کیفیت و اعتباردهی» برای استادان و کارمندان لیسه کثیرالرشتوی ولسوالی فیروزنخچیر ولایت سمنگان برگزار شد. این سمینار به منظور ارتقای. . .

BACK TO NEWS